۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

څلور دېرشم باب

د کنعان سرحدونه

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲ او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى. ۳ جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى. ۴ بيا به دا په جنوب کښې د لړم درې طرف ته تاو وى او د صين صحرا نه واخله تر قادِس برنيع پورې به وى. د هغه ځائ نه به دا سرحد حصر ادار او عصمون ته ورسيږى، ۵ چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى. ۶ د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى. ۷ شمالى سرحد به د مديترانى د سمندر نه شروع کيږى چې د هور غرۀ پورې به وى، ۸ او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى ۹ او زفرون ته به هم ورسيږى او په حصر عينان کښې به ختم شى. ۱۰ د نمرخاتۀ سرحد به د حصر عينان نه شروع کيږى چې د شفام پورې به وى. ۱۱ بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى، ۱۲ بيا د اُردن سيند سره د مالګې درياب ته به ورسيږى. دا به ستاسو او د دې نه ګېرچاپېره سرحدونه وى.“ ۱۳ نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده. ۱۴ د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے. ۱۵ دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“

د زمکې تقسيمولو دپاره د مشرانو ذمه وارۍ

۱۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۷ ”اِلى‌عزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى. ۱۸ د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“ ۱۹‏-۲۸ دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنى‌ايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطى‌ايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود. ۲۹ دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل.