چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:
«هغوی څومره ځورولی یمه
خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته
۲ چې هغوی څومره ځورولی یمه
خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته
خو دوی په ما بریالي شوي نه دي
۳ هغوی جوړ کړي دي زخمونه زما په ملا باندې
لکه چې څوک وکړي قلبه په ځمکه»
۴ خو څښتن چې دی عادل
او زه یې ازاد کړمه
د بدکارانو له رسیو څخه
۵ هرڅوک چې کرکه له صهیون نه کوي
هغوی دې وشرمیږي او ودې تښتي
۶ هغوی دې شي هغو واښو په شان
چې راشنه کیږي په بامونو باندې
چې شي وچ د غټېدو نه مخکې
۷ هېڅوک دې نه کاندي راټول هغه
یا ترې ګېډۍ جوړې کړي
۸ نه دې هېڅ یو لاروی ووایي
چې څښتن دې تاته برکت درکړي
یا د څښتن په نوم تاته برکت درکوم