چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د ډېرې زیاتې مایوسۍ نه
کړم فریاد تاته ای څښتنه
۲ زما زارۍ واوره ای څښتنه
فریاد مې واوره د کومک په خاطر
۳ که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنه
نو څوک ستا مخکې ودرېدلی شي؟
۴ خو ته بخښونکی یې
نو باید مونږ ووېرېږو ستا څخه
۵ زه څښتن ته انتظار کومه
زه په خپله انتظار کومه
او په کلام یې زه باور لرمه
۶ زه انتظار کوم څښتن دپاره
د دې نه زیات انتظار
چې پهرهدار یې تر سهاره کوي
د دې نه زیات انتظار
چې پهرهدار یې تر سهاره کوي
۷ ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ
ځکه چې مینه یې تلپاتې ده
او هغه راضي دی همېشه چې درکړي خلاصون
۸ هغه په خپله به خپل قوم اسراییل
له خپلو ټولو ګناهونو خلاص کړي