چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ
د اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتن
ای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې
۲ ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئ
ای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ
۳ ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئ
ای ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغه ثنا ووایئ
۴ ای اوچتو اسمانونو، د هغه ثنا ووایئ
ای د اسمان دپاسه اوبو، د هغه ثنا ووایئ
۵ ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم
ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم
۶ ځای په ځای کړي یې دي هغوی
خپلو ځایونو کې د تل دپاره
هغه جوړ کړی دی قانون
او بدلېدلی نه شي
۷ د څښتن ثنا او صفت وکړئ ای د ځمکې مخلوقاتو
ای لویو دریابي حیواناتو او مخلوقاتو
چې اوسېږئ د بحرونو تل کې
۸ ای برېښنا او ږلۍ، واورې او ورېځو
توفاني بادونو چې یې حکم منئ
۹ ای ټولو غرونو او غونډیو
ای مېوه دارو ونو او ای د سبر ونو
۱۰ ای ټولو وحشي او اهلي څارویو
ای خزندو او مرغانو
۱۱ ای د نړۍ پاچاهانو او ټولو خلکو
ای شاهزادګانو او ای ټولو حاکمانو
۱۲ ای ځوانانو او پېغلو
ای زړو خلکو او ماشومانو
۱۳ ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم
ځکه چې یوازې د هغه نوم لوی دی
شان او شوکت یې لوړ دی
له ځمکې او اسمانونو څخه
۱۴ هغه خپل قوم دی قوي کړی
ترڅو د هغه ټول وفادار خلک یې ثنا ووایي
هغه دا کار کړی دی د اسراییلیانو دپاره
چې ورته ګران دي ډېر
د څښتن ثنا او صفت وکړئ