چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ
څښتن ته ووایئ نوې سندره
د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ
۲ ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ
د خپل خالق په خاطر
ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ
د خپل پاچا په خاطر
۳ د هغه د نوم ثنا او صفت وکړئ په اتڼونو باندې
د چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ
۴ ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخه
عاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج
۵ خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلک
خپلې کامیابۍ باندې
او په خپلو بسترو کې دې
د خوښۍ سندرې ووایي دوی
۶ په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړي
او دوهمخیزه تورې دې وي د دوی لاسونو کې
۷ چې د قومونو نه بدل واخلي
او سزا ورکړي هغو خلکو ته
۸ او زولانه کړي د هغوی پاچاهان
او په زنځیرونو یې مشران وتړي
۹ او لکه څنګه چې خدای حکم کړی
چې نورو قومونو ته سزا ورکړي
دا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکو
د څښتن ثنا او صفت وکړئ