د زبورونو کتاب

نهه دېرشم زبور

د یو ځورېدونکي د ګناه اقرار

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)

۱ ما د ځانه سره وویل: څه چې کړمه

په هغه کې به احتیاط کړم

خپله ژبه به پرېنږدم چې ګناه راباندې وکړي

د بدکارانو خلکو مخکې به زه هېڅ نه وایم

۲ هېڅ خبره مې ونه کړه او خاموش پاتې شوم

زه وم خاموش حتی د ښو شیانو ذکر مې هم نه کولو

خو پرېشاني مې نوره هم زیاته شوه

۳ زړګی مې ډک د پرېشانۍ ځینې شو

څومره ژور فکر چې ما به کاوه

راباندې اور لګېده

ترڅو اخر مې وویل:

۴ زه به ترڅو یمه ژوندی څښتنه

او زه به کله مرمه؟

راته ووایه چې ژوند به زما څنګه زر شي ختم

۵ تا مازدیګر د ژمي جوړ کړ زما د ژوند نه

هېڅ شی نه دی ستا نظر کې زما ژوندون

ژوند د انسان دی په رښتیا لکه پوکي په شان

۶ په رښتیا د انسان ژوند لکه سیوری پناه کیږي

په رښتیا چې دی زحمت وباسي هغه بېځایه دی ټول

راټولوي دولت خو نه پوهیږي چا ته پاتې کیږي به ترې

۷ نو ای څښتنه، بیا د څه امید کولای شمه؟

دی توکل زما په تا باندې

۸ خپلو ټولو ګناهونو نه مې خلاص کړه

کم‌عقلان مه پرېږده خندا وکړي په ما پورې

۹ زه وم خاموش او هېڅ مې نه ویل

ځکه چې تا راباندې دارنګه عذاب راوستی

۱۰ نور مې مه ځوروه ډېر دې ځورولی یمه

ستا په وهلو باندې ډېر ضعیفه شوی یمه

۱۱ په سبب زمونږ د خپلو ګناهونو

راکوې سزا ته مونږ ته په رټلو

هغه څه چې خوښوو مونږ

هغه ته بربادوې د حشرې په شان

په رښتیا چې مونږ پوکی یو بل څه نه یو

۱۲ ای څښتنه، ته دعا واوره زما

غوږ دې ونیسه فریاد ته ته زما

هغه وخت چې زه ژړا کړم نو

کومک لره مې راشه

د څو شېبو دپاره ستا مېلمه یمه زه

لکه څنګه چې نیکونه وو زما

۱۳ مخکې له دې نه چې زه مړ شم او نور پاتې نه شم

یوازې پرېږده ما ترڅو چې لږ خوشحاله شمه